Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

انداز وو ([1]) او * د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علـیُّ الْـمُرتَضٰی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هم پۀ دې ښکلي سُنَّت باندې عمل کولو. ([2])

تاسو هم دا سُنَّت اختيار کړئ! د سحر د نـمونځ د پاره خلق راپاڅوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * چې نور راپاڅوئ نو تاسو ته به هم د سحر د نـمونځ د جَمعې سره د کولو سعادت نصيب کيږي * سحر سحر به د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب حاصلوئ * ستاسو پۀ راپاڅولو چې څومره خلق نـمونځ کوي، د هغوئي د ټولو د نـمونځونو ثواب به هغوئي ته هم حاصليږي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ستاسو پۀ اعمال نامه کښې به هم ليکلے کيږي. * سحر وختي به د پيدل ګرځيدو موقع پۀ لاس درځي نو صحت به مو هُم ښۀ کيږي * يوه اهمه فائده به دا هم کيږي چې جومات ته به ډير خلق راځي، د يو اِسلامي ورور بيان دے چې مونږ پۀ يخنۍ کښې د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول شروع کړل نو نـمونځ کوونکي دومره زيات شو چې د جومات پۀ دالان کښې مو ورته [د يخنئ نه بچ کولو د پاره] تمبوان  [شاميانې] ولګولې. سُبْحٰنَ اللہ!   

هيڅ ګرانه نۀ ده، د جَمعې د وخت نه 20، 25 منټه مخکښې راپاڅئ! د سحر نـمونځ له خو هسې هُم تلل دي، [نـمونځ له د راپاڅولو د پاره] آواز کوئ او ځئ! جومات ته به هم ورسئ او د الله پاک پۀ فضل سره به د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب هم حاصل کړئ. نيت وکړئ! چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د سحر د نـمونځ د پاره به خلق راپاڅووم.

د مدينے د سفر سعادت نصيب شو!

د پنجاب د علاقې اِلٰه آباد (ضلع قصور) د اوسيدونکي يو اِسلامي ورور د بيان


 

 



[1]... مشکاۃ المصابیح، جلد:1، صفحہ:244، حدیث:1240 ماخوذاً۔

[2]... تاریخ الخلفاء، صفحہ:112 ماخوذاً۔