Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

الٰہی! میں تیری عطا مانگتا ہوں                                                      کرم کی مغفرت کی دعا مانگتا ہوں

بچانا برے خاتمے سے بچانا                                                                  میں ایمان پر خاتمہ مانگتا ہوں([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د پټ تدبير ويره نه لرل کبيره ګناه ده

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ياد ساتئ! د الله پاک د پټ تدبير نه نۀ ويريدل (يعنې پۀ خپل اوسني حالت باندې مطمئين اوسيدل) ډيره د نقصان خبره ده. صحابئ رسول حضرت عمار بن ياسر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: * د الله پاک د رحمت نه مايوسه کيدل * د الله پاک د مدد نه نا اميده کيدل * او خپل ځان د الله پاک د پټ تدبير نه محفوظ ګڼل پۀ کبيره  ګناهونو کښې د ټولو نه غټ ګناهونه دي. ([2])

 د فرښتو او شيطان پۀ انداز کښې فرق

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږ پۀ معاشر کښې عجيبه عجبيه نفسيات وي * مونږ چې کله څۀ عبرتناک څيز اُووينو * د څۀ ويرې والا خبره واورو * چې کله د دوزخ د عذابونو ذِکر کيږي * د الله پاک د پټ تدبير پۀ باره کښې روايتونه اورولے شي نو مونږ ته داسې ښکاري چې دا خبرې زمونږ د پاره نه دي بلکې د نورو د پاره دي. دا چې کوم نفسيات دي دا ډير خطرناک دي. حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ډير عبرتناک روايت ذِکر کړے دے، ليکي: شيطان د کوم نوم چې ابليس دے، هغۀ يو لاکھ 75 زره کاله پۀ اووم اسمان باندې عبادت وکړو،


 

 



[1]... وسائلِ فردوس، صفحہ:1،3 ملتقطاً۔

[2]... مکارم الاخلاق للطبرانی، صفحہ:217، رقم:125۔