Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د بَدې خاتمِې نور اسباب

اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ خپله رساله برے خاتمے کے اسباب کښې د ايمان برباديدو نور هم اسباب ليکلي دي، مثلاً * چغلي کول د بَدې خاتِمې سبب دے * شراب څښل د بَدې خاتمِې سبب دے * حَسَد کول (يعنې د نورو سره پۀ نعمت ليدلو سوزيدل او د هغوئي نه د نعمت ضائع کيدو خواهش کول) هم د بَدې خاتِمې سبب دے * بد نظري هم د بدې خاتِمې سبب دے * د فرض کيدو باوجود حج نه کول * د اذان کيدو پۀ وخت پۀ خبرو کښې مصروفه اوسيدل * پۀ ناپ تول کښې کمے کول هم د بَدې خاتِمې پۀ اَسبابو کښې دي. ([1])

  توبه اوباسئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! * نن د توبې شپه ده * د الله پاک نه د بخښنې او مغفرت غوښتلو شپه ده * د رَبِّ کريم پۀ حُضُور کښې د حاضريدو شپه ده، د الله پاک سره د روغې کولو او د هغۀ د رښتوني او فرمانبرداره بنده جوړيدو شپه ده. د رَمَضَانُ الْمُبَارَک د برکتونو والا سعتونه دي، نن د توبې پۀ لور لاړ شئ! نن مونږ د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه کوو، د نن نه د پخې توبې نيت وکړئ چې ائينده به د ګناهونو پۀ لور نه ځو * ټول نـمونځونه به د جَمعې سره پۀ جومات کښې کوو * دروغ به هم نه وايو * غيبت به هم نه کوو * چغلي به هم نه کوو * د چا سره به حسد هم نه کوو * خپلو مسلمانانو وروڼو له به تکليف هم نه ورکوو * د نورو ګناهونو نه به هم هر وخت ځان بچ ساتو.


 

 



[1]... برے خاتمے کے اسباب، صفحہ:7تا23 ملتقطاً۔