Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer
خلاصه ده: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ما د دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره تعلق خو لرلو خو د ديني کارونو پۀ لړ کښې پۀ سستۍ کښې ګير ووم، يوه ورځ يو ذمه دار اسلامي ورور زۀ پوهه کړم او د ديني کار کولو او خاص طور د سحر د نـمونځ د پاره د مسلمانانو د راپاڅولو د ديني کار پۀ پوره پابندۍ سره د کولو ترغيب يـې راکړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما ذهن جوړ شو او ما هم د بَلې ورځ نه پۀ دې باندې عمل شروع کړو. د سحر د نـمونځ د پاره مې د مسلمانانو پۀ راپاڅولو لاس پورې کړو، د الله پاک او د هغۀ د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم وشو، بخت مې څۀ داسې رابيدار شو چې هم پۀ هغه کال ما ته د مدينے د حاضرۍ سعادت رانصيب شو، نور کرم دا هم اوشو چې زما مشر ورور ته هم د حج سعادت نصيب شو.
عطائے حبیبِ خُدا مدنی ماحول ہے فیضانِ غوث و رضا مدنی ماحول
سنور جائے گی آخرت اِنْ شَآءَ اللہ! تم اپنائے رکھو سدا مدنی ماحول
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي پۀ ټوله دنيا کښې د نيکئ دعوت عام کوونکے د عاشقانِ رسول ديني تحريک دے. د الله پاک پۀ فضل سره * دعوتِ اِسلامي د اتياؤ [80] نه پۀ زياتو شعبو کښې ديني فريضې ترسره کوي * دعوتِ اِسلامي تر اوسه پورې پۀ زرګونو جوماتونه او پۀ سوؤنو فيضانِ مدينه (مَدَني مرکزونه) جوړ کړي دي * ماشومانو هلکانو او جينکو (Boys & Girls) ته د قرآنِ پاک بيل بيل تعليم ورکولو د پاره تر اوسه پورې تقريباً 12 زره او 699 مدرسة الـمدينه (بوائز، ګرلز) جوړې کړے شوې دي، پۀ دې مدرسو کښې