Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

دوزخ ته بوتلونکې دوه بدۍ

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ دې آيت مبارک کښې يوه اهمه خبره، د کومې پۀ لور چې زمونږه پام راګرځولے شوے دے، هغه دا ده چې د دې دُنيا پۀ ژوند باندې راضي کيدل، پۀ خپل موجوده حالت باندې مطمئين کيدل دي، دا ګمان پۀ خپل زړۀ کښې کښينول چې څنګه زۀ اوس يم هم داسې به [هميشه] يم، دا د غير مسلمو انداز دے، د يو مسلمان دا شان دے چې * د هغۀ پۀ زړۀ کښې د قيامت ويره وي * هغۀ د دوزخ نه ويريږي * پۀ قبر کښې * پۀ آخرت کښې د راګيريدو نه ويريږي * هغۀ چرې هم د الله پاک د پټ تدبير نه نۀ بے ويرې کيږي * هغه داسې کله هُم نه کوي چې پۀ خپل اوسني حالت باندې مطمئين شي او دا ګمان وکړي چې زۀ څنګه اوس يم، هم داسې به [هميشه] يم.

  خو افسوس! نن زمونږه بد حال دے، د الله پاک د پټ تدبير نه ويره زمونږه د زړونو نه وتې ده، د دې دُنيا پۀ ژوند باندې قناعت زمونږ پۀ زړونو کښې ناست دے، افسوس! زمونږ سره د آخرت غم نه وي * د دُنيا د مال ميلاويدو د پاره خو شپه او ورځ کوشش کيږي خو د دې د پاره هيڅ کوشش نه کيږي چې د قيامت پۀ حساب کښې به راته کاميابي ميلاويږي او کۀ نه، د دې راسره هيڅ فِکر نشته * که يو څو سوه يا يو څو زره روپۍ نقصان مو وشي نو پۀ ګينټو ګينټو پريشانه يُو خو که څۀ ګناه رانه وشي نو لږ هم نه پريشانه کيږو حالانکه هغۀ ګناه مونږ د دوزخ پۀ عذاب کښې اخته کولے شي، * که د يو څو زرو روپو څۀ څيز رانه ورک شي نو پۀ ډيره پريشانئ او فِکر مندۍ سره هغه لټوو خو که څۀ نيکي رانه پاتې شي، د ثواب نه محرومه پاتې شو نو پۀ دې پسې هيڅ ارمان نه کوو * که سحر ناوخته راپاڅو او دفتر ته تللو کښې لس منټه ليټ شو نو فِکر راسره وي او پريشانه يُو چې د لسو منټو پيسې به مې د تنخوا نه کټ شي، زمونږه نګران