Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

وخت د هغۀ د ايمان د برباديدو ډيره خطره ده. ([1]) 

زندَگی اور موت کی ہے یا الہٰی کشمکش

جاں چلے تیری رِضا پر بے کس و مجبور کی([2])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د وور صندوق

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د کوم بد قِسمته خاتمه چې پۀ کُفر وشي هغه به قبر دومره پۀ زوره دباوهي چې د يوې ډډې او بَلې ډډې پوښتۍ به يـې په يوې بله کښې ننوځي. د کافِر د پاره به داسې قِسمه نور دردناک عذابونه هم وي. د قيامت 50 زره اوږده سخته ورځ به يـې پۀ وحشتونو کښې تيريږي، بيا به هغه پړمخې راښکلے شي او دوزخ ته به وغورځولے شي. کوم ګنهګاران مسلمانان چې دوزخ ته لاړ شي چې کله هغوئي راويستے شي او پۀ دوزخ کښې صرف کُفار پاتې شي. پۀ بهارِ شريعت کښې دي: بيا به پۀ آخره کښې د کافِرانو د پاره دا وي چې د هغۀ د قد برابر صندوق کښې به هغه بند کړے شي، بيا به پۀ هغې کښې وور بَل کړے شي او د وور تاله به ورته ولګولے شي، بيا به دا صندوق د وور پۀ بَل صندوق کښې کيښودے شي او د دې دواړو ترمينځه به هُم وور بَل کړے شي او دې ته به هم د وور تاله ولګولے شي، بيا به هم دغه شان هغه پۀ بَل يو صندوق کښې کيښودے شي او د وور تاله به ورته ولګولے شي او وور ته به وغورځولے شي. نو بيا به هر کافِر دا ګڼي چې د هغۀ نه علاوه بل څوک پۀ وور کښې نه دي پاتې، او دا د عذاب د پاسه


 

 



[1]... ملفوظات اعلیٰ حضرت، صفحہ:495۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:96۔