Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

هغوئي ايمان راوړو او مَعاذَ الله څوک چې مسلمان وو هغه کافر مړ شو. نو مسلمان له پکار دي چې د خپل انجام ويره لري او د الله پاک نه د ښې خاتِمي سوال کوي. ([1])

 اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره د عبرت خبره ده...!! هٰغه زنانه د کومې پۀ عشق کښې چې هغه نيک انسان پاګل شو او د ايمان دولت يـې پريښودو، د اِسلام نه يـې مخ واړولو، آخر هغه مسلمانه شوه او دا بد انجامه کافر د دُنيا نه لاړو...!! 

مسلماں ہے عطاؔر تیری  عطا سے                                          ہو ایمان پر خاتمہ یاالٰہی!([2])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د الله پاک د پټ تدبير نه ويريږئ!

حضرت عبد الله مُوصَلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زمونږ پۀ زمانه کښې يو غمژن کَس وو، چې هغه به د قَضِيبُ البَان (يعنې د بان نومې وَنې د ښاخ) پۀ نوم ياديدلو. د هغۀ د احترام او د رعب او دبدبې پۀ وجه به هيچا د هغه سره د خبرو جرأت نشو کولے. هغۀ به ډير زيات ژړل. قِسمت د هغه کَس پۀ تنهايۍ کښې زۀ د هغۀ خوا له بوتلم نو ما د هغۀ نه پوښتنه وکړه: اے زما عزيزه! زۀ تاسو ته د هٰغه ذات قَسم درکووم چې تاسو يـې د خپل ذات نه علاوه د هر څيز نه بے نيازه کړي يۍ! ستاسو د غم او د خلقو نه د جدا پاتې کيدو څۀ وجه ده؟ هغۀ ما ته وکتل او ډير زيات يـې وژړل بيا د هغۀ رنګ بدل شو او بے هوشه شو. زما ګمان راغے چې هغه وفات شو. بهر حال چې کله هغه پۀ هوش کښې راغلے نو ما پۀ خبرو خبرو کښې هغه ځان ته راغب کړو او تسلي او دلاسه مې ورکړه او هغۀ له مې


 

 



[1]... الروض الفائق، المجلس الثانی فی قولہ تعالیٰ...الخ، صفحہ:16۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:105۔