Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

راګير شو او شيطان ته يـې سجده وکړه، چې څنګه يـې کُفر وکړو نو پۀ هم هغه وخت مړ شو او بد بخته د ايمان نه خلاص شو او د دنيا نه مُرتد لاړو...!! ([1])

 اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د ويريدو مقام دے، آه! د ويرې خبره ده، چې 200 کاله پۀ عبادت کښې د تيروونکي، د يوې ګناه هم نه کوونکي داسې خطرناک انجام شو نو مونږ چې ګنهګاران يو، زمونږ نه شپه ورځ پته نه لګي چې کوم کوم ګناهونه کيږي، مونږ د خپل انجام نه بے فِکره څنګه پاتې کيدے شو...!!

مجھے ایسے عمل کی دے توفیق                                                  کہ ہو راضی تری رضا یاربّ!

جس نے اپنے لئے برائی کی                                                              ہے یہ نادان وہ برا یاربّ!

تو حسنؔ کو اٹھا حسن کر کے                                                                         ہو مع الخیر خاتمہ یارب!([2])

د چا سره چې د ايمان د بربادۍ ويره نه وي...!!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! کاش چې د ايمان د سلامتيا مَدَني سوچ رانصيب شي، کاش چې هر وخت مو د بدې خاتِمې د ويرې نه زړۀ رپيږي، چې بيا بيا مو پۀ ژبه د توبې او اِستِغفار سلسله جاري وي. چې د الله پاک د کرم د دربار نه مو په ژبه د ايمان د حفاظت خير غوښتل جاري وي. د ډيرې انديښنې خبره دا ده لکه څنګه چې د دنيائي دولت د حفاظت پۀ معامله کښې غفلت د هغې د ضائع کيدو سبب جوړيدے شي هم دغه شان بلکې د دې نه هم زياته سخته معامله د ايمان ده. پۀ ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت کښې دي: علمائے کرام فرمائي: د چا سره چې د ايمان د برباديدو ويره نه وي د ځنکدن پۀ


 

 



[1]... سلوۃ العارفین، باب الخوف سوء الخاتمہ، جلد:2، صفحہ:166ـ168۔

[2]... ذوقِ نعت، صفحہ:85ـ87 ملتقطاً۔