Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رَمَضانُ المُبارَک نه پس د شوّالُ الْمُکَرَّم مياشت ده. خوش نصیبه مسلمانان په دې مياشت کښې د واړه اختر نه پس د 6 روژو نيولو سعادت حاصلوي. راځئ چې د دې روژو فضائل واورو * په حدیثِ پاک کښې دي: چا چې د رَمَضان روژې ونيولې بيا يـې د هغو نه پس 6 روژې په شَوّال کښې ونيولې نو هغه د ګناهونو نه داسې اُووتو لکه هُم نن چې د مور د ګيډې نه پيدا شوے وي.([1]) * چا چې د رَمَضان روژې ونيولې بيا يـې د هغو نه پس 6 روژې په شَوّال کښې ونيولې نو هغه داسې دے لکه د ټول عمر روژه يـې چې ونيوله. ([2]) * خَلیلِ مِلَّت مفتي محمد خلیل خان برکاتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا روژې که د اختر نه پس مسلسل ونيولے شي نو بيا هُم باک نشته او بهتره دا ده چې په هره هفته کښې دوه روژې ونيسي. او که د اختر په دويمه ورځ يوه روژه ونيسي او نورې په پوره مياشت کښې [چې کله اوغواړي] ونيسي نو نور هُم مناسب معلوميږي.([3])
د اختر پۀ شپه پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر ترغيب
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رَمَضَانُ الْمُبَارَک مياشت د يو څو ورځو ميلمنه ده او ډيره زر به زمونږ نه رخصت شي. بيا به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د اختر شپه راشي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هر کال د اعتکاف سعادت حاصلوونکو خوش قِسمتو اِسلامي وروڼو او نورو عاشقانِ رسول يوه شميره ”د خپل ځان او د ټولې دنيا د خلقو د اِصلاح د کوشش“ پۀ مقدسه جذبه پۀ دې شپه د مَدَني قافلو مسافران جوړيږي. هسې خو دا ډير ګران کار دے خو ياد ساتئ د نيکۍ دعوت ورکول او د