Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

د توبې درې ارکان

کوم اِسلامي وروڼه چې مَعَاذَ الله! نـمونځ نه کوي يا يـې قضا کوي او بيا يـې کوي، د خپل غفلت له کبله د سحر د نـمونځ د پاره نه راپاڅي يا بغير د څۀ شرعي مجبورۍ نه پۀ جومات کښې د جَمعې د نـمونځ کولو پۀ ځائے هم پۀ کور کښې نـمونځ کوي هغوئي له فِکر کول پکار دي چې هسې نه پۀ نـمونځ کښې سستي د بدې خاتمې سبب جوړه نه شي. دغه شان د شرابي، د مور پلار د نافرمانه او مسلمانانو ته پۀ خپله ژبه او لاس وغيره باندې ضرر رسوونکې دې رښتونې توبه وکړي.

صدرُ الافاضل حضرت علامه مولانا سيِّد محمد نعيم الدين مُراد آبادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د توبې اصل رُجوع اِلَی الله (يعنې د الله پاک پۀ لور رجوع کول) دي د دې درې ارکان دي: (1): د خپل جرم اعتراف کول (2): پۀ خپل جُرم پښيماني راوړل (3): د هغې ګناه د پريښودو پخه اراده. که ګناه قابلِ تلافي وي نو د هغې تلافي (يعنې د نقصان بدله ادا کول) هم لازم دي. مثلاً د نـمونځونو د قضا کولو د پاره د تيرو قضا کړے شوو نـمونځونو قضا راوړل هم ضروري دي. ([1]) او که حقوق العباد ضائع کړے شوي وي نو د توبې سره سره د هغې تلافي هم ضروري ده، مثلاً د مور پلار، خوئيندو وروڼو، ښځې يا دوست وغيره مو زړۀ ازارولے وي نو د هغۀ نه معافي وغواړئ چې هغۀ مو معاف کړي. صرف مُسکي کيدل او Sorry وئيل د هرې معاملې د پاره کافي نه وي!

میں کر کے توبہ پلٹ کر گناہ کرتا ہوں                            حقیقی توبہ  کا   کر  دے  شرف  عطا  یاربّ!([2])


 

 



[1]... خزائن العرفان، صفحہ:16۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:78۔