Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

کاش چې نن شپه مونږ ته د رښتونې او پخې توبې توفيق رانصيب شي، کاش چې نن پۀ داسې توبه کښې کامياب شو چې د هغې نه پس چرې هم ګناه ونکړو، کاش چې زمونږه ايمان سلامت پاتې شي، څنګه چې مونږ پۀ دنيا کښي مسلمانان يو، کاش چې قبر ته هم مسلمان تللو کښې کامياب شو.

د ښې خاتِمې د پاره مَدَني ګلونه

اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ليکي: حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که د بدې خاتِمې نه اَمن غواړئ نو خپل ټول عمر د الله پاک پۀ اطاعت کښې تير کړئ او د هرې يوې ګناه نه ځان ساتئ، ضروري دي چې پۀ تاسو باندې د عارفينو (يعنې د بزرګانِ دِين) پۀ شان ويره غالبه وي تر دې چې د دې پۀ وجه ستاسو ژړا او فرياد اوږده شي او تاسو هميشه غمژن اوسئ. څۀ مخکښې نور فرمائي: تاسو له د ښې خاتِمې پۀ تيارۍ کښې مشغوليدل پکار دي. هميشه د الله پاک ذِکر کوئ، د زړۀ نه د دنيا محبت اوباسئ، ګناهونو نه خپل اندامونه بلکې د زړۀ هم حفاظت کوئ، چې څومره ممکن وي نو بدو خلقو ته د کتو نه هم ځان ساتئ ځکه چې هغوئي ته کتلو سره هم پۀ زړۀ باندې اثر کيږي او ستاسو ذِهن د هغوئي پۀ لور مائله کيدے شي. ([1])

مسلماں ہے عطّارؔ تیری عطا سے                                                        ہو ایمان پر خاتِمہ یاالٰہی! ([2])

پۀ ايمان باندې د خاتِمې د پاره څلور اَوراد

يو کَس د اعلیٰ حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت


 

 



[1]... برے خاتمے کے اسباب، صفحہ:31۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:105۔