Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

پۀ ليـلة الـجائزه کښې د عبادت ترغيب

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! آه...!! د رَمَضَانُ الْمُبَارَک مياشت زمونږ نه جدا کيږي، دا ښکلې مياشت مونږ پريږدي، د دې مبارکې مياشت هر سعت د رحمت نه ډک دے، الله پاک که يو اړخ ته مونږ ته د ليـلة الـقدر پۀ شان عظيمه شپه عطا کړې ده نو بَل اړخ ته يـې د دې مبارکې مياشتې نه فوراً پس ليـلة الـجائزه يعنې د انعام شپه هم راعطا کړې ده * پۀ دې شپه باندې الله پاک خپل رحمتونه نازلوي * دا د بخښنې مياشت ده * دا شپه د خپل رَبّ د عبادت کولو شپه ده چې کوم بنده پۀ دې شپه کښې د الله پاک عبادت اوکړي الله پاک د هغۀ د پاره جنّت واجب کړي. ([1]) * کوم بنده چې دا شپه د الله پاک پۀ عبادت کښې تيره کړي الله پاک به د هغۀ زړۀ نه مړ کوي. پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې د عيدَين (يعنې وړوکي اختر او غټ اختر) پۀ شپه د ثواب د طلب د پاره قيام [عبادت] وکړو، پۀ هٰغه ورځ به د هغۀ زړۀ نه مړ کيږي، پۀ کومه ورځ چې به (د خلقو) زړونه مړه شي. ([2]) * ټول عاشقانِ رسول خصوصاً اعتکاف کوونکو له پکار دي چې دا شپه پۀ جوماتونو کښې د الله پاک پۀ عبادت کښې تيره کړي چې حضرت ابراهيم نَخَعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بزرګانِ دِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم به د اعتکاف کوونکو د پاره دا خبره خوښوله چې د وړوکي اختر شپه هم پۀ جومات کښې تيره کړي. ([3])

د شش عید د روژو ترغیب


 

 



[1]... الترغیب و الترہیب، کتاب العیدین، الترغیب فی احیاء لیلتی العیدین، صفحہ:373، حدیث:2۔

[2]... ابن ماجہ، کتاب الصیام، باب فیمن قام فی لیلتی العیدین، صفحہ:284، حدیث:1782۔

[3]... فیضان رمضان،صفحہ:279، 280۔