Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو چې زما د پاره پۀ ايمان باندې د خاتِمې دعا وکړئ. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغۀ د پاره دعا وکړه او ارشاد يـې وفرمائيلو: (1): (روزانه) 41 کَرَته یَا حَیُّ یَا قَیُّوْمُ لَااِلٰہَ اِلَّا اَنْتَ. اوّل او آخِر دُرُود شریف  (2): د اوده کيدو پۀ وخت د خپلو ټولو اَورادو نه پس سُوْرَۃُ الْکَافِرُوْن روزانه لوله د دې نه پس خبرې وغيره مه کوه، که ضرورت وي نو د خبرو کولو نه پس بيا د سُوْرَۃُ الْکَافِرُوْن تلاوت کوه چې دا د ټولو وظائفو پۀ آخر کښې راشي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! خاتِمه به دې پۀ ايمان باندې کيږي. او (3): 3 کَرته سحر او 3 کَرَته ماښام د دې دُعا وِرد کوه:  اَللّٰھُمْ اِنَّا نَعُوْذُبِکَ مِنْ اَنْ نُشْرِکَ بِکَ شَیْأً نَعْلَمُہ، وَنَسْتَغْفِرُکَ لِمَا لَانَعْلَمُه. ([1])

 صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د سحر د لـمونځ د پاره راپاڅول

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او پۀ نيکو باندې د استقامت موندلو د پاره د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ او د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره پوره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه درنصيب شي. د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار د سحر نـمونځ د پاره راپاڅول هم دے. د سحر نـمونځ د پاره راپاڅول، د آخري نبي، نبئ اُميَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي. * د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به د سحر د نـمونځ د پاره تللو نو اوده [کَسان] به يـې راپاڅول ([2]) * د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم دغه


 

 



[1]... ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت، صفحہ:311۔

[2]... ابو داؤد، صفحہ:208، حدیث:1264۔