Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer
ہر کام شریعت کے مطابِق میں کروں کاش! یاربّ! تو مبلغ مجھے سُنّت کا بنا دے([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د رانجو پورې کولو سُنَّت او آداب
د آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ټولو رانجو کښې بهتر رانجه اِثمد دي ځکه چې دا نظر روښانه کوي او باڼه راټوکوي. ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د کاڼي د رانجو پۀ استعمالولو کښې هيڅ باک نشته او * تور رانجه يا کَجَل د ښائست حاصلولو پۀ نيت سره د نارينؤ د پاره پورې کول مکروه دي او که چرې ښائست يـې مقصد نه وي نو بيا مکروه نه دي * رانجه د شپې د اوده کيدو پۀ وخت پورې کول سُنَّت دي * د رانجو پورې کولو د 3 منقول طريقو خلاصه ستاسو پۀ خِدمت کښې وړاندې کيږي: (1):کله پۀ دواړو سترګو کښې 3، 3 سلايانې (2):کله پۀ ښۍ سترګه کښې 3 سلايانې او پۀ ګَڅه سترګه کښې 2 (3):او کله پۀ دواړو سترګو کښې 2، 2 او بيا پۀ آخِره کښې يوه سلائي پۀ رانجو کښې ووهئ او هغه پۀ نمبر نمبر پۀ دواړو سترګو کښې پورې کړئ د داسې کولو سره به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ دريو واړو طريقو باندې عمل کيږي.
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د تکريم چې څومره هم کارونه وو هغه ټول به زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښي اړخ نه شروع کول، ځکه وړومبے پۀ ښۍ سترګه کښې رانجه پورې کوئ بيا پۀ ګَڅه کښې. ([3])