Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

زما دوه سوه کاله وشو چې عبادت کووم خو ما ته تر اوسه پورې دا مرتبه حاصله نه شوه، ما ته د اوده کيدو هم ضرورت وي، د خوراک څښاک هم محتاج يم، (کاش چې ما هم ستا پۀ شان عبادت کولے شوے...!! تا ته دا مرتبه څنګه نصيب شوه؟)

شيطان ووئيل: پۀ اصل کښې خبره دا ده چې زما نه يوه ګناه شوې وه، چې کله ما ته هغه ګناه راياده شي نو زما حالت بدل شي، بيا زۀ نۀ وږے کيږم او نۀ تږے کيږم، او نۀ راله خوب راځي. تا څۀ ګناه نه ده کړې ځکه ستا دا حالت نه دے، که تۀ چرې زما پۀ شان جوړيدل غواړې نو يوه ګناه وکړه، بيا به پۀ تا باندې د الله پاک ويره غالبه شي او تۀ به هم زما پۀ شان بغير د خورک څښاک نه مسلسل عبادت کولے شې. بَرصِيصا ووئيل: ما چې د کوم رَبِّ کريم دومره عبادت کړے دے، اوس زۀ د هغۀ نافرماني څنګه کولے شم؟ شيطان ووئيل: انسان چې کله ګناه وکړي نو د معذرت پۀ لور ځي الله پاک نه ويريږي او د هغۀ نه د بخښنې سوالي جوړ شي، لہٰذا د دې کيفيت موندو د پاره به تۀ ضرور ګناه کوې).

د شيطان دا خبره چې يـې واوريده نو بَرصِيصا دهوکه شو او اوئې وئيل: ښه ووايه کومه ګناه وکړم؟ شيطان ووئيل: بدکاري وکړه! بَرصِيصا انکار وکړو. شيطان ووئيل: څوک قتل کړه! بَرصِيصا پۀ دې هم راضي نه شو. شيطان ووئيل: ځه بيا شراب وڅښه! پۀ دې باندې بَرصِيصا راضي شو. هغۀ شراب واخستل او ويـې څښل او نشه شو، نو د نشې پۀ حالت کښې هغۀ بدکاري هم وکړه او د ناحقه قتل ګناه يـې هم وکړه. چې کله هغۀ دومره غټ جرمونه وکړل نو ونيولے شو او پۀ دار د خيژولو سزا ور واورولے شوه، چې کله هغه د پهانسۍ تختې ته وخيژولے شو، نو شيطان خوا له ورغلے او ورته اوئې وئيل: تا زۀ بچ کولے شم، بس زما يوه خبره اومنه! د الله پاک نه انکار وکړه او ما ته سجده وکړه! آه! 200 کاله د ګناهونو نه بچ کيدونکے عبادت کوونکے بَرصِيصا د شيطان پۀ جال کښې