Book Name:ALLAH Pak Ki Khufiya Tadbeer

دې پۀ لار کښې سختو سره مخ کيدل سُنّتِ انبياء دي * انبيائے کرام * صحابۀ کرام * او نيکان خلق به د نيکۍ د دعوت د پاره د کورونو نه وتل * لرې لرې علاقو ته به تلل * هجرت به يـې کولو او * سختو سره به مخ کيدل او د دِين پيغام به يـې عام کولو * هم د مخکښينو خلقو پۀ قربانو باندې مونږ ته دين رارسيدلے دے.

تاسو هم د اختر د شپې نه پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کولو نيت وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * پۀ مَدَني قافله کښې فرض عِلم دِين ښودلے شي * سُنّت ښودلے شي * د تهجدو کولو سعادت نصيب کيږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو موقع ميلاويږي * د قافلې پۀ برکت سره د دعاګانو قبليدو * د مشکلاتو ختميدو * د بيمارو نه د شِفا ميلاويدو هم پۀ سوونو واقعات دي * داسې هم شوي دي چې پۀ مَدَني قافله کښې د سفر کوونکو عاشقانِ رسول د ډاډګيرنې د پاره خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے دے او پۀ خوب کښې يـې تشريف راوړے دے او پۀ مَـدَني قافله کښې شرکت کوونکو باندې يـې د ديدن جامونه څښلي دي. الله پاک دې مونږ ته هم د عمل کولو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت وکړو هغۀ زما سره محبت وکړو او چا چې زما سره محبت وکړو هغه به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔