Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

وو، آؤ جي! حديثِ پاک واورئ! د حضرت عبد الرحمان بن ابو بکر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې يوه ورځ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سحر د نـمونځ نه فارغ شو او ارشاد يـې ووفرمائيلو: نن چا روژه نيولې ده؟ حضرت عمرِ فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما د روژې نيت نه دے کړے او نه مې داسې اراده شته. حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د شپې صرف زما اراده وه او سحر زما روژه وه. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد ووفرمائيلو: نن چا د مريض تپوس کړے دے؟ حضرت عمر فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! اوس خو مونږ اِيله د نـمونځ نه فارغ شوي يو او د جومات نه بهر هم لا نه يو وتلي نو د مريض تپوس به مو څنګه کړے وے؟ حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يا نبيَ الله! زما ورور حضرت عبد الرحمان بن عوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيمار دے، نن د تپوس کولو د پاره زۀ وړومبے د هغوئي کور ته لاړم او د هٰغه ځائے نه جومات ته راغلم. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد ووفرمائيلو: نن د الله پاک پۀ لار کښې صدقه چا ورکړې ده؟ حضرت عمر فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د سحر د نـمونځ کولو نه پس تر اوسه پورې مونږ ستاسو پۀ بارګاه کښې موجود يو، پۀ دې حالت کښې زمونږه صدقه کول څنګ ممکن ده؟ حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ چې کله د حضرت عبد الرحمان بن عوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د تپوس کولو نه پس جومات ته راتلم نو يو سوالګر سوال کولو، زما سره زما نـمسے (يا ځوي) هم وو چې پۀ لاس کښې يـې د ډوډۍ قطره وه ما د هغۀ نه واخسته او هغۀ مې سوالګر له ورکړه. دا يـې چې واوريدل نو د الله پاک آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته دوه کَرَته ووفرمائيل: تا ته دې د جنّت زيرے وي. ([1])


 

 



[1]... الریاض النضرۃ، ، جز:1، القسم الثانی ...الخ، الباب الاول...الخ، الفصل التاسع...الخ، صفحہ:151 .