Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

  سُبْحٰنَ اللہ! د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څومره ښکلے سحر دے...!! اوس يـې اِيله د سحر نـمونځ کړے دے او روژه يـې هم نيولې ده، د مريض تپوس يـې هم کړے دے او د الله پاک پۀ لار کښې يـې خيرات هم ورکړے دے، بے شکه حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ هره معامله کښې وړاندې کيدونکے دے.

بہتری جس پہ کرے فخر وہ بہتر صدیق                                       سروَری جس پہ کرے ناز وہ سروَر صدیق

سارے اَصحابِ نبی تارے ہیں اُمّت کے لیے اِن سِتاروں میں بنے مہرِ مُنّور صدیق

بال بچوں کے لیے گھر میں خُدا کو چھوڑیں                    مصطفےٰ پر کریں گھر بار نِچھاور صدیق([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حضرت معاذ بن جبل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ښکلے سحر

د حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې يو ځل حضرت مُعَاذ بن جَبَل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ بارګاهِ نبوت کښې حاضر شو نو خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترينه پوښتنه وکړه: اے مُعَاذه! تا پۀ کوم حال کښې سبا کړو؟ عرض يـې وکړو: ما پۀ الله پاک باندې د ايمان لرلو سره سحر کړو. نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد ووفرمائيلو: د هرې خبرې يو دليل وي، ستا د دې خبرې څۀ دليل دے؟ هغوئي عرض وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما چې کله هم سحر کړے دے نو * دا ګمان مې کړے چې ماښام به نکړے شم او * چې کله مې ماښام کړے دے نو دا خيال مې کړے چې سحر به اونه وينم * چې کوم ګام مې هم اوچت کړے دے پۀ دې سوچ سره مې اوچت کړے دے چې بَل ګام به اوچت نکړے شم او * لکه چې زۀ (د قيامت دا نظاره) وينم چې هر هٰغه اُمَّت پۀ زنګونانو پروت دے کوم چې د هغوئي د نامۀ اعمال پۀ لور رابللے


 

 



[1]... دیوانِ سالک، صفحہ:69ـ71 ملتقطاً.