Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِلم نه...!! لکه څنګه چې پوښتنې ناشنا وې، هغوئي جواب هم ناشنا ورعطا کړو، ارشاد يـې ووفرمائيلو: کَیْفَ اَصْبَحْتَ  یَا زَید! يعنې اے زيده! تا پۀ کوم حالت کښې سحر کړے وو؟ عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! چې کله مې سحر کړو نو حالت مې دا وو چې * زما پۀ زړۀ کښې د نيکۍ او د نيکانو خلقو محبت وو * زما زړۀ غوښتل چې زۀ نيک کار وکړم * بيا چې کومه نيکي زما نه پاتې شوه، ما ونکړے شوه، زۀ پۀ هغې خفه شوم * او کومه نيکي چې مې وکړه، کۀ هغه وړه وه يا غټه، زما پۀ هغې باندې د ثواب ميلاويدو يقين وشو.

(يعنې دا ټول څلور حالات دي: (1): د نيکۍ سره محبت (2): د نيکانو خلقو سره محبت (3):د نيک کار ارمان (4): که يوه نيکي يـې اونکړے شوه نو د هغې ارمان). رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د حضرت زَیْدُنِالْخَیْر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ جواب واوريدو نو اوئې فرمائيل: ہِیَ بِعَیْنِہَایَا زَیْد! يعنې اے زيده! هم دا ستا د پوښتې جواب دے. که د الله پاک پټ تدبير ستا پۀ باره کښې څۀ بَل څۀ وے نو الله پاک به د دې نه علاوه کارونه ستا د پاره اسان کړے وے او هغۀ به هيڅ پرواه نۀ لرلے چې تۀ پۀ کومه دَره کښې هلاکيږې. ([1])

  پۀ خپلو حالاتو باندې غور وکړئ...!!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا څومره ښکلے معيار مونږ ته زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عطا کړے دے، مونږ ټولو ته د خپلو خپلو حالاتو پۀ باره کښې غور کول پکار دي * آيا زمونږه پۀ زړۀ کښې د نيکۍ محبت شته...؟ د چا پۀ زړۀ کښې چې دا محبت وي، هغه د الله پاک خوښ بنده دے او خدائے دې نه کړي که چرې د دې نه اُلټا وي يعنې د چا پۀ زړۀ کښې چې د ګناهونو رغبت دے،


 

 



[1]... تبصرۃ الغافِل، صفحہ:283۔