Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

هغۀ له ويريدل پکار دي چې دا د الله پاک د ناخوښه بنده کيدو نخښه ده *هم داسې غور وکړئ چې آيا زمونږه پۀ زړونو کښي د نيکانو خلقو محبت شته؟ يا مَعَاذَ الله! مونږه د الله پاک د نيکانو بندګانو، د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتِ پاک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم، اوليائے کرامو، امامِ اعظم، غوثِ پاک، داتا حُضُور، بابا فريد، سخي شهباز قلندر، خواجۀ اجميري، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم او نورو نيکانو خلقو بغض پۀ زړۀ کښې ساتو. خبردار! د ويريدو مقام دے، د چا پۀ زړۀ کښې چې د نيکانو خلقو محبت نه وي بلکې بغض وي، هغه هيڅکله هم د الله پاک خوښ بنده نشي کيدے...!! *بيا غور وکړئ! آيا [مونږه او تاسو ته] پۀ نيک کار کولو خوشحالي ميلاويږي، سکون راته ميلاويږي، پۀ زړۀ کښې مو د شُکر حالت جوړيږي *که د نيکۍ نه محرومه شو، نيکي ونکړے شو نو آيا پۀ هغې باندې افسوس کوو؟ که دا ښکلي ښکلي حالات مو وي نو د خوشحالۍ خبره ده چې دا د الله پاک د خوښ بنده کيدو نخښې دي.

   کامِل مؤمِن څوک دے؟

د حضرت ابو امامه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې يو ځل يو کَس د حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پوښتنه وکړه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ايمان څۀ دے؟ اوئې فرمائيل: چې کله تا خپله نيکي خوشحاله کړي او خپله ګناه دې غمژن کړي نو تۀ کامِل مؤمِن يـې. ([1]) يو بَل حديثِ پاک دے چې حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: مَنْ سَرَّتْهُ حَسَنَتُهُ وَسَاءَتْهُ سَيِّئَتُهُ فَذٰلِكَ الْمُؤْمِنُ يعنې څوک چې خپله نيکي خوشحاله کړي او خپله ګناه يـې غمژن کړي نو هغه (کامِل) مؤمِن دے. ([2])

 سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې زمونږه داسې ښکلي ښکلي حالات نصيب کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... مسند احمد، تتمہ مسند الانصار، جلد:9، صفحہ:172، حدیث:22802.

[2]... ترمذی، کتاب الفتن، باب ما جاء فی لزوم الجماعۃ، صفحہ:522، حدیث:2165.