Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki
منقول دي چې الله پاک پۀ انسان باندې پۀ هره ورځ کښې لس څيزونه لازم کړي دي: (1): (د خوب نه) د راپاڅيدو سره دې د الله پاک ذکر کوي (2): شرمګاه دې پټوي (3):پۀ وخت دې پۀ صحيح طريقه اودس کوي (4):پۀ وخت دې نـمونځ کوي (5):د رزق ميلاويدو پۀ معامله کښې دې پۀ الله پاک باندې ايمان ساتي (6): الله پاک چې ورته څومره عطا کړې ده پۀ هغې باندې دې قناعت کوي (7): پۀ الله پاک دې توکل کوي (8):د الله پاک پۀ حکم باندې دې صبر کوي (9): د الله پاک پۀ نعمتونو باندې دې شُکر ادا کوي (10): حلال خوراک دې کوي. ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! سحر د دې دريو کارونو معمول جوړ کړئ. وړومبے کار دا کوئ چې سحر وختي راپاڅئ چې پۀ سحر کښې د اُمتِ مُحَمَّدِيَّه د پاره برکت کيښودے شوے دے. حضرت صَخر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک نه داسې سوال وکړو: اللَّهُمَّ بَارِكْ لِأُمَّتِي فِي بُكُورِهَا يعنې اے الله پاکه! زما د اُمّت د سحر پۀ وخت کښې برکت عطا کړې. د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معمول وو چې کله به يـې هم څۀ لښکر روانولو نو سحر به يـې روانولو. حضرت صَخر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې پخپله يو سوداګر وو خپل د تجارت مال به يـې سحر وختي روانولو، پۀ دې وجه هغوئي ډير