Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki
کيدو نه مخکښې درې قُل (يعنې سورۀ اِخلاص، سورۀ فلق او سورۀ والناس) لوستل پۀ لاسونو باندې به يـې شُف کول، بيا به يـې پۀ ټول بدن باندې لاس راښکل او دا عمل به يـې درې کَرَته کولو.([1]) *هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د اوده کيدو نه مخکښې د سورۀ سجده او سورۀ مُلک تلاوت فرمائيلو ([2]) * اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د شپې د اوده کيدو نه مخکښې اخري کار د سورۀ کافِرون تِلاوت پکار دے، د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! [د لوستونکي] خاتِمه پۀ ايمان باندې کيږي ([3]) * صاحبِ بهارِ شريعت مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوده کيدو اَداب بيانولو کښې فرمائي: انسان له پکار دي چې د ښي مخ نه لاندې ښے لاس کيږدي او پۀ ښي اړخ اوده شي او د اوده کيدو پۀ وخت قبر کښې اوده کيدل يادوي...!! ([4])
اَللہُ اَکْبَر! کاش چې دا ښکلے انداز زمونږه نصيب شي...!!
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
میں سو جاؤں یا مصطفٰی کہتے کہتے کُھلے آنکھ صلی علیٰ کہتے کہتے
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
يو نيک بزرګ فرمائي: د چا چې سحر نصيب شي، پۀ هغۀ باندې دوه خبرې لازِم دي: (1): امن (2): ويره. اَمن پۀ دې خبره چې د رزق ذِمه الله پاک پۀ خپل کَرم باندې اخستې ده او ويره د دې خبرې چې آه! زۀ به د الله پاک اَحکام نن پوره کړے شم که