Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

ورته معلومه نه وي چې ماښام ته به اورسي که نۀ...!! څومره داسې دي چې سحر ډير خوشحاله راپاڅي خو د هغوئي شپه پۀ قبر کښې وي، څومره داسې دي چې د شپې ښۀ روغ رَمَټ اوده شي خو سحر راپاڅيدل يـې نصيب نۀ شي...!! بيا څۀ وجه ده چې مونږ عبرت نه حاصلوو، پۀ غفلت کښې پراتۀ يُو، مونږ د آخرت فِکر نه کوو، اوږده اُميدونه مو تړلي دي، غټ غټ خوبونه وينو، سحر چې راپاڅو نو د ټولې ورځې د کارونو اوږد لِسټ مو پۀ دماغو کښې وي خو افسوس! چې پۀ دې کښې د آخرت د کاميابۍ کارونه شامل نه وي، بس! صرف د دُنيا، دُنيا او هم د دُنيا فِکرونه کوو. آه! افسوس مونږ سحر بياموندو، خو ماښام به مو نصيب کيږي او که نۀ، ماښام مو بياموندو، چې سحر به مو نصيب کيږي او که نۀ، پۀ مونږ کښې چا ته هم معلومه نه ده.

آگاہ اپنی موت سے کوئی بشر نہیں                                              سامان سو برس کا ہے پل کی خبر نہیں

د نيکانو خلقو نيک سحرونه

* حضرت ربيع بن خَيثَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته عرض وکړے شو: تاسو پۀ کوم حالت کښې سحر کړو؟ نو اوئې فرمائيل: ما پۀ دې حالت کښې سحر کړو چې کمزورے او ګنهګار يم، خپل رزق پوره کووم او د مرګ پۀ انتظار يم * د حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خدمت کښې عرض وکړے شو: تاسو پۀ کوم حالت کښې سبا کړو؟ نو اوئې فرمائيل: که چرې د وور نه مې نجات حاصل کړو نو ما پۀ ښۀ حالت کښې سحر کړو *حضرت اويس قَرَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته عرض وکړے شو: تاسو پۀ کوم حال کښې سحر کړو؟ نو اوئې فرمائيل: د هٰغه کس د سحر د حالت څۀ پوښتنه کوې چې پۀ هغۀ ماښام راشي نو دا ورته نه وي معلومه چې سحر به يـې نصيب شي (او که نۀ) او چې کله پرې سحر راشي نو دا ورته نه وي معلوه چې ماښام به يـې نصيب شي (او که نۀ)؟ * حضرت ابو يحيیٰ مالِک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته عرض وکړے شو چې تاسو پۀ کوم حالت کښې سبا کړو؟ نو اوئې