Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki
څومره ښکلي ښکلي حالات دي...!! غرض دا چې د سحر د وخت حالات ډير اهم دي، دا حالات زمونږه شخصيت واضحه کوي، ځکه مونږ ته د خپل سحر د حالاتو پۀ باره کښې غور کول پکار دي!
عُلَمائے کرام فرمائي: د سحر پۀ معامله کښې خلق پۀ درې قِسمه دي: (1): يو قِسم خلق هٰغه دي کوم چې سحر د راپاڅيدو سره د مال ګټلو پۀ فِکر کښې اخته کيږي (2):دويم قِسم خلق هٰغه دي د کومو زړونه چې د سحر نه د ګناهونو پۀ لور مائِله کيږي (3):دريم قِسم خلق هٰغه دي کوم چې سحر راپاڅي نو د هغوئي پۀ زړونو کښې د آخرت فِکر او د الله پاک د قُرب موندلو شوق وي. * پس کوم بنده چې د مال پۀ فِکر کښې سبا کوي، که هغه هر څومره وګټي، څومره هم منډې ترړې ووهي، خوري به هم هغه څۀ چې الله پاک د هغۀ پۀ قِسمت کښې ليکلي وي * کوم بنده چې پۀ داسې حالت کښې راپاڅي چې د ګناهونو رغبت پۀ زړۀ کښې ساتي، هغه د ذِلت سره مخ کيږي *او هٰغه خوش قِسمته بنده کوم چې سحر راپاڅي نو پۀ زړۀ کښې يـې د آخرت فِکر وي، د الله پاک د قُرب موندلو طلب لري، الله پاک هغۀ ته رزق هم عطا کوي او د خپلې لارې هدايت هم ورعطا کوي. ([1])
محبّت میں اپنی گُما یاالٰہی! نہ پاؤں میں اپنا پتا یا الٰہی!
مِرے دل سے دنیا کی چاہت مِٹا کر کر اُلفت میں اپنی فنا یاالٰہی!([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له د خپل سحر پۀ حالاتو او د سحر په عادتونو