Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

نۀ...!! نور فرمائي: د کوم بنده چې دا دوه حالاته نصيب شي هغۀ ته دوه نعمتونه عطا کولے شي: (1): قناعت: چې څۀ او څومره هغۀ ته ورکړے شوي دي، هغه پۀ هغې باندې خوشحاليږي (2): د اطاعت او فرمانبردارۍ خوږ والے.

دا دوه نعمتونه (1): قناعت او (2): د نيکۍ خوږ والے د هٰغه چا نصيب کيږي، څوک چې سحر د راپاڅيدو سره د رزق پۀ معامله کښې پُر اَمن او د نيکو کارونو پۀ معامله کښې ويريږي چې آه! هسې نۀ چې ننۍ ورځ مې پۀ نافرمانو کښې تيره نشي...!! کاش چې زمونږه دا دوه عظيم حالات نصيب شي...!!

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

رہیں سب شاد گھر والے شہا تھوڑی سی روزی پر                       عطا ہو دولتِ صبر و قناعت یا رسولَ اللہ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د سحر کولو څلور نيتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نيت کولو سره بنده ته د عمل کولو جذبه ميلاويږي لہٰذا مونږ له پکار دي چې هر سحر ښۀ ښۀ نيتونه کوو د پاره د دې چې ټوله ورځ مو د نيکو اعمالو ذهن جوړ وي. بعضې بزرګانِ دين فرمائي: انسان له پکار دي چې هر سحر دا نيتونه کوي: (1): د الله پاک فرائض به ادا کووم (2): د هغۀ د منع کړے شوو څيزونو نه به ځان ساتم (3): د خلقو سره به پۀ معاملو کښې د انصاف نه کار اخلم (4): د دښمنانانو سره به روغه کووم. چې کله بنده د دې نيتونو سره سحر کوي نو اميد دے چې هغه به پۀ کاميابو نيکانو خلقو کښې شامل شي. ([2])


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:332.

[2]... تنبیہ الغافلین، باب ما قیل کیف یصبح الرجل، صفحہ:323.