Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

گناہوں سے مجھ کو بچا یاالٰہی!                                                                                          بُری عادتیں بھی چُھڑا یاالٰہی!

خطاؤں کو میری مٹا یاالٰہی!                                                                                                مجھے  نیک  خَصلت  بنا  یاالٰہی!([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

پۀ کوم حال کښې دې سحر کړو...؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د حضرت زيدُنِ الخير رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ښکلے حديثِ پاک واوريدو، پۀ دې باندې لږ غور وکړئ! حضرت زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پوښتنه کړې وه چې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د الله پاک د خوښ او ناخوښه بنده نخښانې راته وښايئ! پۀ دې باندې خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي له جواب ورنکړو بلکې د جواب پۀ طور باندې يـې د هغۀ نه يوه پوښتنه وکړه، هغه پوښتنه څۀ وه؟ کَیْفَ  اَصْبَحتَ یَازَیْد! اے زيده! تا پۀ کوم حالت کښې سحر کړے وو...؟

د رسولِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې ښکلي انداز باندې لږ د پوهيدو کوشش وکړئ! هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک محبوب بنده يا ناخوښه بنده کيدل د سحر سره تړلي دي. يعنې کۀ تۀ دا ليدل غواړې چې تۀ د الله پاک خوښ بنده يـې يا نۀ يـې نو د دې د پاره د خپل سحر پۀ حالاتو باندې غور وکړه! دا حالات به فيصله کوي چې د رَبّ تعالٰی سره ستا مقام څۀ دے...؟

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ مونږ کښې دې هر يو کَس پۀ خپل سحر باندې غور وکړي...!! چې مونږ پۀ کوم حالت کښې سحر کوو. افسوس! دلته څۀ ډير عجيبه حالات دي * چې سحر راپاڅو نو مَعَاذَ الله! د سحر نـمونځ رانه قضا شوے وي * سحر د راپاڅيدو سره مو د دنيائي کارونو فِکر وي * چې ګړۍ ته وګورو نو د خُلې نه


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ: 100.