Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

شي او د هغوئي سره د هغوئي پۀ لور ليږلے شوے نبي (عَلَیْهِ السَّلَام) دے لکه چې زۀ د دوزخيانو سزا او د جنّتيانو ثواب وينم. پۀ دې باندې خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد ووفرمائيلو: تۀ پوهه شوې پس پۀ دې حالاتو باندې پابندي کوه. ([1])

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ! څومره ښکلي حالات يـې وو...!! سحر چې راپاڅيدلو نو پۀ دې حال کښې چې د آخرت فِکر ورسره وو، مرګ مخامخ ويني، د قيامت نظاره يـې د سترګو د وړاندې وي، آه! هغه وخت چې کله به ټول مخکښيني او راتلونکي خلق راجمع شي، زمکه به سخته توده شوې وي، نـمر به وور وروي، قهر ته به مخامخ يو، آه! کافران او ګنهګاران به د دوزخ پۀ لور راښکلے کيږي، خوش قِسمته به د جنّت پۀ لور بوتللے کيږي...!! دا عبرتناک او وحشتناک منظر او د دې حالات يـې پۀ زړۀ او پۀ دماغو باندې راخوارۀ وو...!! کاش چې زمونږه هم داسې حالات نصيب شي.

سبا به ستا نوم څۀ وي...!!

حضرت مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تابعي بزرګ دے، هغوئي فرمائي: ما ته حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نصيحت وکړو او اوئې فرمائيل: اے مجاهده! چې کله سحر کړې نو زړۀ له د ماښام موندو طمع مۀ ورکوه! چې کله ماښام کړې نو د سحر موندو طمع مۀ کوه! د مرګ نه مخکښې ژوند غنيمت وګڼه! د بيمارۍ نه مخکښې صحت غنيمت وګڼه! بے شکه تا ته معلومه نه ده چې سبا به ستا نوم څۀ وي (يعنې خلق به تا ته صاحب وائي که د مرحوم پۀ نوم به دې يادوي) ....!! ([2])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! واقعي حقيقت دے...!! انسان چې سبا کوي نو دا


 

 



[1]... حلیۃ الاولیا، جلد:1، صفحہ:305، رقم:816 .

[2]... تنبیہ الغافلین، باب الحرص و طول الامل، صفحہ:127.