Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

مو آه ووځي، هئ! وخت کم پاتې دے، کار له تلل دي * نن فلانکے کار هم کول دي *د فلانکي نه پيسې اخستل دي * فلانکي له ورکول دي * د کاروبار پريشانۍ *د بعضو د اخبار لوستو، د سوشل ميډيا کتو شوق وي، سحر د راپاڅيدو سره د ټولې دنيا خبرونه پۀ دماغو کښې کښينوو. غرض دا چې سحر د راپاڅيدو سره مو نۀ د نـمونځ فِکر وي، نۀ مو د اَورادو او وظيفو فِکر وي، نۀ مو د الله پاک د ذِکر او نۀ د دُرُود شريف د کثرت او نۀ مو د نيکو کارونو طرف ته رغبت وي بس...!! هم داسې

صُبْح ہوتی ہے، شام ہوتی ہے                                                                     عمر یونہی تمام ہوتی ہے

د سحر اهميت

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ياد ساتئ! د سحر وخت ډير قيمتي وي، پۀ دې وخت کښې رحمتونه نازليږي، برکتونه نازليږي، د رزق د تقسيميدو وخت وي، د الله پاک پۀ ذِکر کښې د مصروفه کيدو وخت وي، کوم خلق چې د سحر وختي پاڅيدو عادت لري، هغوئي ته به اندازه لګي چې دا يو ډير ښکلے وخت وي، د سحر ښکلې هوا رُوح تازه کوي، مرغۍ د خپلو جالو نه پاڅي او اخوا ديخوا الوځي او د الله پاک تسبيح کوي، هر خوا يوه تازګي خوره وي، هر خوا ښکلے ماحول وي بلکې مونږ دا وئيلے شو چې د سحر وخت د نوي ژوند شروع کولو وخت وي، د خوب نه د راپاڅيدو چې کومه دُعا زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه منقول ده، پۀ دې دُعا باندې لږ غور وکړئ! هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دا دُعا لوستله:

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ الَّذِیْۤ اَحْیَانَا بَعْدَ مَآ اَمَاتَنَا وَاِلَیْہِ النُّشُوْرُ

ترجمه: ټول تعريفونه د هٰغه الله پاک د پاره دي چا چې د مرګ نه پس مونږ راژوندي کړو