Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki
مالداره شو او مال يـې هم زيات شو. ([1])
(2): د سحر نـمونځ د جَمعې سره ادا کوئ!
دويم کار دا کوئ چې د سحر نـمونځ د جَمعې سره ادا کوئ. د الله پاک د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې د يو کَس پۀ باره کښې ذِکر وکړے شو چې هغۀ تر سحره پورې اوده وو او د نـمونځ د پاره راپانڅيدو، نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد ووفرمائيلو: د هغه کَس پۀ غوږ کښې شيطان مِيتيازې کړې دي. ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نـمونځ ډير اهم عبادت دے، د دې ضائع کوونکے ډير بد نصيبه او د ډير اجر نه محرومه پاتې کيدونکے دے، خصوصاً د سحر د نـمونځ خو څومره ښکلے شان دے * د سحر نـمونځ کوونکے د الله پاک پۀ ذمۀ کرم کښې وي *انسان چې اُوده شي نو شيطان د هغۀ پۀ څټ کښې درې غوټې ولګوي: بنده چې کله راپاڅي او د الله پاک ذِکر وکړي نو وړومبۍ، چې کله اودس وکړي نو دويمه او چې نـمونځ وکړي نو بيا دريمه غوټه خلاصه شي * د ماسخوتن او سحر نـمونځ د جَمعې سره کوونکي ته د ټولې شپې د عبادت ثواب ميلاويږي * خصوصاً د جُمعې پۀ ورځ د سحر نـمونځ د جَمعې سره د کوونکو ګناهونه معاف کيږي *د سحر او مازديګر د نـمونځونو پابندۍ کوونکو به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نورو نـمونځونو پابندي هم نصيب کيږي *د دې پۀ برکت به د ګناهونو نه د بچ کيدو توفيق هم ورنصيب کيږي. ([3])