Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې نيک کار کولو سعادت حاصلوي * پۀ خپلو خپلو کورونو کښې، پۀ جوماتونو کښې، پۀ بازارونو او چوکونو وغيره کښې درس ورکوي او ثوابونه ګټي * تاسو هم پۀ دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د عِلمِ دِين زده کولو موقع به درنصيب کيږي * پۀ نيک صحبت کښې به پاتې کيدل درنصيب کيږي * که د کور نه پۀ درس کښې د شرکت کولو پۀ نيت سره ځئ نو د عِلمِ دِين پۀ لاره کښې د تللو ثواب به درته ميلاويږي * اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مخلوقات تر دې پورې چې پۀ درياب کښې مهيان [کبان] به هم [ستاسو د پاره] دعاګانې کوي او څۀ پته چې د درس کومه خبره زمونږ پۀ زړۀ باندې اثر وکړي او پۀ ژوند کښې مو انقلاب راولي.

د هوټل ښکلا جوړيدونکے ځلمے

د حيدر آباد، سندھ اوسيدونکے يو اسلامي ورور خپله واقعه څۀ داسې بيانوي: زۀ پۀ ګناهونو کښې داسې اخته ووم چې زما سره د خپل ژوند د قيمتي وختونو د برباديدو هډو فِکر نه وو، د معمول مطابق هٰغه ورځ هم زۀ پۀ هوټل کښې موجود ووم او پۀ ټي وي کښې چليدونکو فلمي نظارو کښې ورک ووم چې پۀ دې کښې د سنتو مطابق جامې اغوستې يو اسلامي ورور زما خوا له راغے او پۀ ګرم جوشۍ سره يـې زما سره د لاس ميلاوهلو نه پس ما ته ووئيل: ورور جانه بهر چوک درس کيږي. تاسو يو څو منټه راکړئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيرې نيکئ به حاصلې کړئ. زۀ د هغوئي د ښو اخلاقو او عاجزۍ نه ډير متاثره شوم او سمدستي ورسره روان شوم. د هوټل نه بهر يو اسلامي ورور د فيضانِ سنّت نه درس ورکولو، د نورو اسلامي وروڼو پۀ شان زۀ هم پۀ درس اوريدو کښې مصروف شوم، درس چې مې واوريدو نو زما پۀ زړۀ يـې ډير زيات اثر وکړو، ما د زړۀ د اخلاصه توبه کړه او د اسلامي وروڼو صحبت مې اختيار کړو، د دې پۀ برکت به ماته کله د سنتو پۀ اجتماع کښې د شرکت سعادت، نو کله به راته پۀ مَدَني قافلو کښې د