Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki
خوښې بيان لټولے شئ *تاسو د خپلې خوښې بيانونه فيورټ کولے او محفوظ کولے هم شئ.
هم نن دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې ډاؤن لوډ کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت وکړو هغۀ زما سره محبت وکړو او چا چې زما سره محبت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي. ([1])
ہر کام شریعت کے مطابِق میں کروں کاش! یاربّ! تو مبلغ مجھے سُنّت کا بنا دے([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د آخري نبي، رسول اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین: (1): دوه رکعته د مسواک سره ادا کول بغير د مسواک نه د 70 رکعتونو نه افضل دي. ([3]) (2): د مسواک استعمال د ځان د پاره لازمي کړئ ځکه چې پۀ دې کښې د خُلې صفائي او د الله پاک د رضا سبب دے.([4])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! * حُضور نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هره شپۀ ډير ځله مسواک کولو، هر ځل د اوده کيدلو پۀ وخت هم او د رابيداريدلو پۀ وخت