Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki
باندې غور کول پکار دي، چې څنګه زمونږه سحر تيريږي هم داسې به زمونږه ټوله ورځ تيريږي. راځئ چې د خوږ آقا، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د صحابۀ کرامو او نورو نيکانو خلقو د سحر حالات واورو:
صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل د سحر وخت وو، حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: کَیْفَ اَصْبَحْتَ یَا رَسُولَ اللہ! يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! څنګه مو سحر کړو؟ ارشاد يـې ووفرمائيلو: بِخَیْرٍ مِّنْ رَّجُلٍ لَّمْ يُصْبِحْ صَائِمًا وَّ لَمْ یَعُدْ مَرِیْضًا وَّ لَمْ یَشْہَدْ جَنَازَۃً يعنې زما سحر د هٰغه کَس نه بهتر وو کوم چې نۀ خو د روژې پۀ حالت کښې سحر کړو، نۀ يـې د مريض تپوس وکړو او نۀ پۀ جنازه کښې شريک شو. ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے سحر دے...!! د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هره يوه ادا ځانګړې ده، پۀ هره يوه موقع باندې د اُمت راهنمائي کيږي، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لکه چې مونږ له ترغيب راکړو چې ښۀ سحر د هغه وي څوک چې سحر راپاڅي او روژه ونيسي، او پۀ زړۀ کښې د مريض د تپوس کولو او د ثواب ګټلو د پاره پۀ جنازه کښې د شرکت کولو رغبت لري.
د صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ځانګړے سحر
اوس لږ د عاشقِ اکبر، د مسلمانانو د وړومبي خليفه حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ښکلي او ځانګړي سحر حال واورئ! ګويا رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د کومو خبرو پۀ لور اشاره فرمائيلې وه، حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ هغې باندې عمل کوونکے