Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

خبره ګواه جوړوم چې تۀ الله يـې ستا نه علاوه بَل هيڅ معبود نشته، تۀ يو يـې ستا څوک هم شريک نشته، او مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستا بنده او رسول دے). نو الله پاک به پۀ هٰغه ورځ د هغۀ څلورمه حصه د دوزخ نه ازاده کړي او که هغۀ څلور کَرَته دا الفاظ ووئيل نو هغه به پۀ  هٰغه ورځ مکمل د دوزخ نه ازاد کړے شي. ([1])

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د سحر د وخت يو څو مبارک حالات او د کولو څۀ ښۀ ښۀ کارونه دي...!! الله پاک دې مونږ ته داسې ښکلي ښکلي سحرونه او ښکلي ښکلي د نيکو والا ماښامونه رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: دَرس

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ اوسني د فتنو نه پۀ دې ډک وخت کښې د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د نيکۍ پۀ دعوت ورکولو او د اُمَّت د نيک نـمونځ ګزاره جوړولو پۀ کوشش کښې مصروف دے، تاسو هم د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ، د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره پوره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه درنصيب شي. د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دَرس هم دے او د عِلمِ دِين زده کولو او ښودلو بهترينه ذريعه هم ده، پۀ جومات کښې عِلمِ دِين ښودل د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي: * زمونږ نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به عِلمِ دِين ښودلو او * صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به زده کولو ([2]) * د لويو لويو اوليائے کرامو او  د اُمّت د علمائے کرامو هم دغه معمول وو.  


 

 



[1]... ابو داود ، کتاب الادب، باب ما یقول اذا اصبح، صفحہ:792، حدیث:5078.

[2]... مرآۃ المناجیح، جلد:3، صفحہ:239.