Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ  وَ الـصَّـلٰـوۃُ  وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی  سَـــیِّدِ الْـمُــرْسَــلِـیْنَ

اَمَّا بَـعْدُ  فَـاَعُوْذُ  بِـالـلّٰـهِ  مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط    بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط

 وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه                                                                        اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه

وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه                                                                                       اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

صحابئ رسول حضرت زيد بن ثابت رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: پۀ مدينه منوره کښې چې [مونږ ته] کوم ښکلي سحرونه د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره نصيب شوي وو، پۀ هٰغه ښکلو سحرونو کښې د يو ښکلي سحر خبره ده، مونږ د الله پاک د نبي، مکي مَدَني، محمد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د مدينے کوڅو ته ووتو او پۀ تلو تلو کښې يوې څلور پريزې لارې ته ورسيدو، پۀ دې کښې مو وکتل چې يو اعرابي (يعنې د عربو د یو کلي اوسیدونکے صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) د اوښ واګې نيولې دي او راروان دے، هغه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوا ته اودريدو او پۀ ادب سره يـې سلام عرض کړو، رسولِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سلام جواب ورکړو، بيا يـې ووفرمائيل: کَیْفَ اَصْبَحْتَ تا پۀ کوم حال کښې سحر کړو...؟ د دې نه مخکښې چې هٰغه اعرابي څۀ جواب ورکړے وے، اوښ کوم چې د هغۀ سره وو، هغه برړيدل شروع کړو. هم د دې سره يو کَس کوم چې د خپلې حُليې نه محافظ ښکاريدو، هغه زر زر راغے او اوئې وئيل: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دې اعرابي دا اوښ غلا کړے دے. د هغۀ  د خبرې پوره کيدو سره سمدستي اوښ بيا اوبرړيدو او غمژن اواز يـې شروع کړو. بيا د هر چا پۀ خبرو پوهيدونکي نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خاموشۍ سره د اوښ فرياد واوريدو، بيا د هٰغه محافظ پۀ لور