Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki
*عِلمِ دِين به زده کووم * پۀ اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم *د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ مونږ پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر وو، پۀ دې کښې يو کَس راغے، هغۀ چې کله مونږ وليدو نو د خپلې سورلۍ نه راکوز شو او پيدل راروان شو او پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ د نهه ورځو د فاصلې نه راغلے يم خو داسې راغلے يم چې ما دا مَزل پۀ شپږو ورځو کښې وکړو، زۀ د ورځې تږے پاتې شوم، د شپې وِيښ پاتې شوم (داسې ما پۀ تيزۍ سره سفر وکړو د پاره د دې چې زر تر زره ستاسو پۀ خدمت کښې حاضر شم، يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم !) زما د راتلو مقصد پۀ اَصل کښې دوه پوښتنې دي، کومو چې زما خوب تښتولے دے، بس زۀ د دې جواب غواړم.
خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هٰغه خوش قِسمته مسافر نه د نوم پوښتنه وکړه، [نو هغۀ] ووئيل: اَنَا زَیْدُنِ الْخَیْل يعنې زۀ د اَس والا زيد يم. رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: بَلْ اَنْتَ زَیْدُنِالْخَیْر (يعنې تۀ د اَس والا زيد نۀ) بلکې د خير والا زيد يـې. بيا يـې ووفرمائيل: پوښتنه وکړه څۀ پوښتنه کول غواړې؟ بيا هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دوه ناشنا پوښتې وکړې، عرض يـې وکړو: (1): هٰغه بنده کوم چې د الله پاک خوښ دے، د هغه نخښانې څۀ دي؟ (2): او دويم دا چې هٰغه بنده کوم چې الله پاک ته نۀ دے خوښ، د هغه نخښانې څۀ دي؟
دا ناشنا پوښتې وې، قربان شم! د غيبو پۀ خبرو د پوهيدونکي نبي، رسولِ هاشمي