Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلې واقعه ده...!! د دې نه معلومه شوه چې درودِ پاک هٰغه مبارکه نيکي ده، د کومې پۀ برکت سره چې مشکلات لرې کيږي، هٰغه مشکلات کوم چې پۀ مونږ باندې راغلي دي، د کومو سره چې مونږ مخ يو، هٰغه مشکلات هم د درودِ پاک پۀ برکت سره لرې کيږي او هٰغه مشکلات کوم چې لا اوس پۀ مونږ باندې راغلي نه دي، راتلونکي دي، د درودِ پاک پۀ برکت هٰغه مشکلات د راتلو نه مخکښې لرې کيږي او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا هٰغه نيکي ده د کومې پۀ برکت سره چې زمونږه د هٰغه ځايونو نه مدد کيږي کوم چې زمونږ پۀ ګمان کښې هم نه وي، وګورئ! هٰغه اعرابي درودِ پاک ولوستو، الله پاک د اوښ پۀ ذريعه د هغۀ پۀ حق کښې ګواهي ورکړه. سُبْحٰنَ اللہ!
الله پاک دې مونږ ته پۀ کثرت سره د درودِ پاک لوستو توفيق راعطا کړي. دا داسې بے مثاله وظيفه ده چې د دې ثواب او د دې برکتونه نشي شميرلے کيدے...!!
شانِ لَوح و قلم دُرود و سلام جانِ عَرش و اِرم دُرود و سلام
بالیقیں سب سے افضل و اعلیٰ ذکرِ شاہِ اُمَّم دُرود و سلام
یہ وظیفہ ہے قوّتِ مومن ہونے دے گا نہ خَم دُرود و سلام
وہ دعا مُستَجاب ہوتی ہے جس میں ہوتا ہے ضَم دُرود و سلام
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ښۀ نيت بنده جنت ته رسوي، د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم