Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

رانصيب شي، کاش چې د قبر او آخرت فِکر رانصيب شي! کاش چې د الله پاک ويره رانصيب شي، کاش چې زمونږ د سحر او ماښام حالات ښۀ شي...!!

گناہوں نے  میری کمر  توڑ ڈالی                                                                          مِرا  حَشر  میں  ہو گا  کیا  یا الٰہی!

بنا دے مجھے نیک نیکوں کا صدقہ                                                       گناہوں  سے  ہر  دم  بچا  یا الٰہی!([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د سحر ښکلي حالات

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هُم د خپل سحر پۀ حالاتو باندې غور پکار دے او د دې د ښۀ کولو کوشش هم ضرور پکار دے. دا به څنګه کيږي؟ کوم کوم ښکلي حالات اختيارول پکار دي؟ راځئ چې د نيکانو خلقو نصيحتونه واورو:

پۀ کوم حال کښې اوده شوے وې...؟

د يو نيک بزرګ نه پوښتنه وکړے شوه: انسان له سحر پۀ کوم نيت د بسترې نه راپاڅيدل پکار دي؟ اوئې فرمائيل: وړومبے دا سوچ وکړه چې پۀ کوم حالت کښې اوده شوے وې، بيا د راپاڅيدو پۀ باره کښې پوښتنه کوه. بيا يـې ووفرمائيل: د راپاڅيدو وروستو پوښتنه کوه، وړومبے د اوده کيدو پۀ حالاتو غور وکړه! بيا هغوئي د اوده کيدو ښۀ حالت بيان کړو، اوئې فرمائيل: انسان له پکار دي چې د شپې د اوده کيدو نه مخکښې د څلورو خبرو خيال وساتي: (1): چې پۀ مخ د زمکه د چا حق د ده پۀ ذِمه نه وي. که د چا حق پۀ دۀ باندې راځي نو ادا دې يـې کړي (يا دې پۀ هغۀ معاف کړي) ځکه چې بعضې وخت پۀ اودو مرګ راځي، که د چا حق يـې پۀ ذمه وو او مړ شو نو د الله پاک پۀ دربار کښې به د دۀ سره هيڅ دليل نه وي (يعنې د قيامت پۀ ورځ به حق ورکول ګران وي)


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:105.