Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

سحر شُکر ادا کوئ!

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! سحر چې کله راپاڅئ نو د الله پاک د شُکر ادا کولو عادت جوړ کړئ. يو ځل يو صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې حاضر شو، خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي نه پوښتنه وکړه: تا پۀ کوم حال کښې سحر کړو؟ نو هغوئي پۀ جواب کښې (صرف دا) عرض وکړو: پۀ ښۀ حال کښې، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي نه بيا هم دغه پوښتنه وکړه، هغوئي بيا هم هٰغه جواب عرض کړو، پۀ دريم ځل پوښتنه باندې يـې عرض وکړو: (ما پۀ) خيريت سره سحر کړو (او د الله پاک پۀ دې عنايت باندې) زۀ د الله پاک حمد بيانووم. پۀ دې باندې حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: ما هم دا (جواب) اوريدل غوښتل. ([1])

مروي دي چې حضرت شَدَّاد بن اَوس او ابو عبد الله صَنَابِحي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا د يو کَس د تپوس د پاره تشريف يوړلو، هغه حضراتو د هغۀ نه پوښتنه وکړه چې تا پۀ کوم حال کښې سحر کړو؟ هغۀ جواب ورکړو أَصْبَحْتُ بِنِعْمَةٍ يعنې ما د الله پاک د نعمتونو پۀ سوري کښې سحر کړو. حضرت شَدَّاد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغۀ ته ووفرمائيل: (زما د طرف نه) د ګناهونو د ورانيدو [يعنې معاف کيدو] او د خطاګانو د رژيدو زيرے واخله. ما د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي چې الله پاک فرمائي: چې زۀ کله پۀ خپلو بندګانو کښې څوک مؤمِن بنده پۀ څۀ تکليف کښې اخته کړم او هغه پۀ هٰغه حال کښې هم زما تعريف وکړي نو هغه به د خپلې بسترې نه د ګناهونو نه داسې پاک پاڅي لکه څنګه چې هم نن پيدا شوے وي. (د بيمارۍ پۀ حالت کښې) د الله پاک (پۀ حمد بيانولو باندې به الله پاک فرښتو ته فرمائي) ما خپل بنده (پۀ بيمارۍ کښې) قيد کړو (او پۀ تکليف کښې


 

 



[1]... الزہد لابن مبارک، باب ذکر رحمۃ اللہ ، صفحہ:280، حدیث:937.