Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

متوجه شو او اوئې فرمائيل: د دې ځائے نه لاړ شه...!! دا اوښ ګواهي ورکوي چې تۀ دروغژن يـې (يعنې دې اعرابي غلا نه ده کړې، تۀ پۀ غلط فهمۍ کښې اخته شوے يـې). دا يـې چې واوريدل نو هغه محافظ لاړو. بيا رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هٰغه اعرابي صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه پوښتنه وکړه: زما خوا له د راتلو نه مخکښې تا څۀ لوستلي وو؟ عرض يـې وکړو: زما مور پلار دې ستاسو نه قربان شي، ما داسې دُرُودِ پاک لوستلے وو:

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ حَتٰی لَاتَبْقَی صَلٰوۃٌ

يعنې: اے الله پاکه! پۀ مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې پۀ کثرت سره دُرُود وليږې.

اَللّٰھُمَّ بَارِکْ عَلٰی مُحَمَّدٍ حَتٰی لَاتَبْقَی بَرَکَۃٌ

يعنې: اے الله پاکه! پۀ مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې پۀ کثرت سره برکتونه نازل کړې.

اَللّٰھُمَّ سَلِّمْ عَلٰی مُحَمَّدٍ حَتٰی لَایَبْقَی سَلَامٌ

يعنې: اے الله پاکه! پۀ مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې پۀ کثرت سره سلامتۍ نازلې کړې.

اَللّٰھُمَّ وَارْحَمْ مُحَمَّدًا حَتٰی لَاتَبْقَی رَحْمَۃٌ

يعنې: اے الله پاکه! پۀ مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې پۀ کثرت سره رحمتونه نازل کړې.

دا يـې چې واوريدل نو محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: (هم دا وجه ده چې) د دۀ معامله پۀ ما باندې ظاهره کړے شوه، اوښ ستا پۀ حق کښې ګواهي ورکړه او فرښتې د اسمان د غاړو نه چاپيره شوې. ([1])

نبی کی شان میں ہو جس قدر درود پڑھو                                            مُحِبَّو! پاؤ گے جنّت میں گھر درود پڑھو

جو اپنے کاموں کا انجام نیک چاہتے ہو                                 ہر ایک کام میں تم پیش تر درود پڑھو

ہزار درد کو یہ ایک دوا کفایت ہے                                                  جو پیش آئے ذرا بھی خطر درود پڑھو([2])


 

 



[1]... معجم کبیر، جلد:3، صفحہ:265، حدیث:4754.

[2]... نورِ ایمان، صفحہ:56 تا 57 ملتقطاً.