Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki
مې) د اخته کولو سره وه ازمائيلو. (د بيمارۍ پۀ حالت کښې چې) کومې نيکۍ دۀ ونکړے شوې حالانکې پۀ صحت مندۍ کښې به يـې هغه کارونه کول (د هغه [کارونو] د نه کولو باوجود) د هغۀ د پاره د هٰغه نيکو ثواب وليکئ. ([1])
حضرت ابراهيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ سحر کښې پۀ بنده باندې لازم دي چې هغه د دې څلورو خبرو شُکر ادا کړي. (1): اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي نَوَّرَ قَلْبِي بِنُورِ الْهُدَى، وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُؤْمِنِينَ، وَلَمْ يَجْعَلْنِي ضَالًّا يعنې ټول تعريفونه د هٰغه الله پاک د پاره دي چا چې زما زړۀ د هدايت پۀ نُور باندې روښانه کړو، زۀ يـې د ګمراهۍ پۀ حالت کښې پرې نه ښودم (بلکې) زۀ يـې مؤمِن جوړ کړم. (2): اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي جَعَلَنِي مِنْ أُمَّةِ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ يعنې ټول تعريفونه د هٰغه الله پاک د پاره دي چا چې زۀ پۀ اُمتِ مُحَمَّدِيَّه کښې داخل کړم. (3): اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَجْعَلْ رِزْقِي بِيَدِ غَيْرِهِ يعنې ټول تعريفونه د هٰغه الله پاک د پاره دي چا چې زما رزق پۀ خپل لاس کښې وساتو. (4): اَلْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي سَتَرَ عَلَيَّ عُيُو بِي يعنې ټول تعريفونه د هٰغه الله پاک د پاره دي چا چې زما عيبونه پټ وساتل. ([2])
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې پۀ دې حال کښې سحر کړو چې د هغۀ زړۀ مطمئين وي، بدن يـې صحت مند وي، او د هغۀ سره د يوې ورځې رزق وي نو لکه د هغۀ د پاره چې دنيا راجمع کړے شوه. ([3])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد