Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

هم *بغير د ښۀ نيت نه د مسواک کولو سره خو به طِبي فائدې حاصلې شي خو ثواب به نه ميلاويږي، مثلاً که د اوداسه د پاره مسواک کول وي نو دا درې نيتونه وکړئ: د الله پاک د رضا، د سُنَّت ادا کولو او د ذِکر او درود د پاره د خُلې پاکولو پۀ غرض مسواک کووم *مشائحِ کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم فرمائي: څوک چې د مسواک عادت لري پۀ ځنکدن کښې به ورته کلمه وئيل نصيب کيږي *د حضرت عبد الله ابن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه روايت دے چې پۀ مسواک کښې 10 خوبيانې دي: خُله صفا کوي، وورئ مضبوطوي، نظر تيزوي، بلغم لرې کوي، د خُلې بدبوئي ختموي، د سُنَّت موافق دے، د مسواک کولو سره فرښتې خوشحاليږي، د مسواک کولو سره رَبّ رضا کيږي، مسواک نيکۍ زياتوي او معده صحيح کوي * مسواک پۀ ښي لاس کښې داسې نيسئ چې قچۍ ګوته د دې نه لاندې او د مينځ درې ګوتې بره او غټه ګوته يـې پۀ سر وي * مسواک چې کله د استعمال قابل نه پاتې نۀ شي نو غورځوئ يـې مه ځکه چې دا د سُنَّت ادا کولو آله ده، پۀ احتياط سره يـې پۀ يو ځائے کښې کيږدئ يا يـې ښخ کړئ يا يـې د کاڼي وغيره وزن سره وتړئ او پۀ سمندر (يا سيند وغيره) کښې يـې ډوب کړئ. ([1]) 

ياد ساتئ! د روژې پۀ حالت کښې هم مسواک کول سُنّت دي، البته که د مسواک جوولو پۀ وخت ترينه ريشې لرې کيږي يا يـې خوند محسوسيږي نو داسې مسواک نه دي کول پکار. ([2])

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:47-50.

[2]... فتاویٰ رضویہ، جلد:10، صفحہ:511.