Subha Kis Haal Mein Ki

Book Name:Subha Kis Haal Mein Ki

(يعنې د خوب نه پس يـې راپاڅيدل رانصيب کړل) او هم د هغۀ پۀ لور واپس ګرځيدل دي. ([1])

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوب نه راپاڅيدل د ژوند سره تعبير کړي دي. يعنې چې کله مونږ د خوب نه رابيدار شو نو لکه مونږ ته چې نوے ژوند ميلاؤ شو. بيا پۀ دې دُعائے مصطفٰے کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلو ښکلو کيفياتو ته وګورئ! اَوَّل خو د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوب سره هيڅ موازنه نشي کيدے، زمونږ خوب د غفلت وي، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوب هم بے مثاله وو، باکماله وو، پخپله فرمائي: زما سترګې اودې وي، زړۀ مې نه اوده کيږي.([2]) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به کله ارام فرمائيلو نو د خوب پۀ حالت کښې به يـې هُم کله د الله پاک ديدار کولو، کله به يـې د جنّت سيل فرمائيلو، کله به يـې د دُنيا رازونه ليدل.

خُلد کی سیر، تو کبھی ربّ کا دیدار                                                                             کیا بے مثالی نیند ہے آپ کی

آنکھیں سوتی ہیں، دل جاگتا ہے                                                                 کیا بے مثالی نیند ہے آپ کی

غرض دا چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے ښکلے خوب هم بے مثاله او باکماله دے، بيا به چې کله هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوب نه رابيدار شولو نو د زړۀ مبارک حالت ته يـې وګورئ! څومره ښکلے به وو (1): د شُکر حالت: هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چي راپاڅيدل نو د الله پاک حمد به يـې بيانولو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ الَّذِیْۤ اَحْیَانَابَعْدَ مَآ اَمَاتَنَا ټول تعريفونه هٰغه الله پاک لره دي چا چې مونږ راژوندي کړو (يعنې د خوب نه د راپاڅيدو توفيق يـې راعطا کړو)، دا د شُکر حالت وو، بيا (2): د آخرت د فِکر والا حالت چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به وئيل: وَاِلَیْہِ النُّشُوْرُ (او د هغۀ پۀ لور واپس ګرځيدل دي). دا د آخرت د يادولو حالت دے.


 

 



[1]... بخاری، کتاب الدعوات، باب مایقول اذا نام، صفحہ:1560، حدیث:6312.

[2]... بخاری، کتاب التھجد، باب قیام النبی صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم بالیل ...الخ، صفحہ:332، حدیث:1147 .