Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

چې هميشه پۀ دُنيا کښې اوسيږو. حِرص دے، لالچ دے، دُنيا، دُنيا او بس دُنيا ده. *ښکلي محلونه جوړوو يا د هغې د جوړولو خواهش لرو * د بينک بيلنس زياتولو فِکر لرو * د موټرو * بنګلو جوړولو فِکر راسره دے، د آخرت راسره هيڅ فِکر نشته *قبر کښې ښخيدل دي * پۀ حشر کښې راپاڅيدل دي * ميزانِ عمل ته رسيدل دي *د هر يو عمل حساب ورکول دي *پۀ پلِ صراط تيريدل دي، د دې راسره هيڅ فِکر نشته. کاش چې مونږ ته د آخرت فِکر رانصيب شي.

غمِ روزگار میں تو مرے اشک بہہ رہے ہیں                تِرا غم اگر رُلاتا تو کچھ اور بات ہوتی

نہ فُضول کاش! ہنستا، تری یاد میں تڑپتا                                            مجھے چَین ہی نہ آتا تو کچھ اور بات ہوتی

یِہی آہ! فکرِ دُنیا مِرا دِل جَلا رہی ہے                                                      غمِ ہجر گر ستاتا تو کچھ اور بات ہوتی([1])

جائيدادونه مۀ جوړوئ! ګنې هم د دُنيا به شۍ

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! الله پاک دې مونږ د مال د محبت نه محفوظ وساتي. د اِيمان مضبوط والے او د اخلاقو او کردار صحيح کيدل پۀ دې کښې دي چې بنده هر وخت مرګ، قبر او آخرت ياد ساتي. د دُنيائي مال يو ډير بد اثر دا دے چې د دې محبت انسان غافله کوي، د مال د محبت پۀ وجه انسان آخرت هيروي، دنيا او د دې محبت پۀ زړۀ کښې کور کوي او هم د دُنيا محبت هٰغه څيز دے کوم چې انسان د ګناهونو ژورې کندې ته غورځوي. ځکه زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: لَا تَتَّخِذُوا الضَّیْعَةَ فَتَرْغَبُوا فِي الدُّنْیَا يعنې (اے خلقو...!!) جائيدادونه مۀ جوړوئ! ګنې هم د دُنيا به شۍ. ([2])


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:384۔

[2]... ترمذی، کتاب الزہد، باب ما جاء فی ھم الدنیا و حبھا، صفحہ:557، حدیث:2328۔