Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

قضا کوي، کوم چې يـې ادا کوي، پۀ هغوئي کښې د پينځوو نـمونځونو پابندي ډير کم خلق کوي * کله دوه کوي * کله څلور کوي * که سحر راپاڅيدو خو ټيک ده، ګنې د سحر نـمونځ هم قضا کوي * د ماسپښين او د مازديګر د نـمونځونو پۀ وخت پۀ کار کښي مصروف وو، نو ځکه وخت ميلاو نه شو نـمونځ يـې قضا کړو...!! دا څومره د افسوس خبره ده چې بنده ته د خپل رَبّ پۀ خُضُور کښې د حاضرۍ وخت هم نه ميلاويږي...!!

  الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم وفرمائي. ياد ساتئ چې قصداً عمداً يو نـمونځ پريښودل هُم حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے. الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

فَخَلَفَ مِنْۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَ اتَّبَعُوا الشَّهَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّاۙ(۵۹) (پارہ:16، مریم:59)

 [مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:   نو د هغوئي نه پس هٰغه نالائقه خلق د هغوئي په ځائے راغلل کومو چې لـمونځونه ضائع کړل او د خپلو خواهشاتو تابعداري ئې اوکړه نو نزدې ده چې هغوئي به د دوزخ خوفناکې کندې غئ سره مخ کيږي.

*-*-*-*

پڑھتے رہو نماز تو جنت کو پاؤ گے                                                                                چھوڑو گے گر نماز جہنم میں جاؤ گے

بے نمازی کی نحوست ہے بڑی                                                                              مر کے پائے گا سزا بے حد کڑی

د نفلي نـمونځونو فضائل

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پکار دي چې د نـمونځ سره محبت وکړو، نـمونځ زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سترګو يخ والے دے. هغه به کوم عاشقِ رسول وي کوم چې به د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سترګې مبارکې يخول نه غواړي؟ هغه به کوم يو عاشقِ رسول وي کوم چې به د نـمونځ نه مخ اړوي، نـمونځ به قصداً عمداً قضا کوي او د خوږ آقا، مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور