Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

روښانه کړو، پۀ دې کښې ما ته د قرآنِ پاک د تعليم سره سره پۀ سُنّتو باندې د عمل کولو جذبه هم رانصيب شوه او پۀ هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو سعادت هم رانصيب شو. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ مدرسةُ الـمدينه بالِغان کښې د لوستلو پۀ برکت زما پۀ ژوند کښې سپرلے راغے، د فيشن کولو، او د موج مستئۍ نه خلاصے هم رانصيب شو. 

ترا شکر مولیٰ دیا مدنی ماحول                                                                                               نہ چُھوٹے کبھی بھی خدا مدنی ماحول

دعا ہے یہ تجھ سے دل ایسا لگا دے                                                   نہ چُھوٹے کبھی بھی خدا مَدنی ماحول ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

نيک اعمال (Naik Amal) موبائل ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو او د نيکو اعمالو زياتولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې نيک اعمال (Naik Amal) دے. دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پۀ دې ايپلي کيشن کښې  د اسلامي وروڼو، اسلامي خوئيندو او طالب علمانو د پاره بيله، بيله رِساله موجوده ده * دا پۀ 6 مختلفو ژبو * انګلش * اُردو * هندۍ * بنګالۍ *ګجراتۍ او * سندهۍ کښې استعماليدے شي * پۀ دې کښې پۀ مختلفو نيکو اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي * د هر سوال لاندې 30 خانې دي، هره ورځ د خپلې خوښې څۀ وخت هم مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه اخلئ، د دې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به مو د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذهن جوړيږي، د زړۀ صفا والے به درنصيب کيږي او کردار به مو صفا ستهرا، ښکلے کيږي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ: 647-648۔