Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ښۀ نيت بنده جنت ته رسوي، د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم *عِلمِ دِين به زده کووم * پۀ اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
حضرت ابو اُمامه باهِلِي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ * صحابئ رسول دے * ډيره اوچته مرتبه لرونکے * ډير هَمّت لرونکے * او عبادت ګزار وو * ډير صدقه خيرات به يـې کولو * يو سوالګر به يـې هم خالي لاس نه ليږو * د نفلي روژو ډير شوقين وو *د هغوئي کور والؤ (کور ودانې محترمې، وينزو، غلامانو) ټولو به روژې نيولې * د ورځې به د هغوئي کَره هډو ډوډۍ پخيدله نۀ * که چرې به د هغوئي پۀ کور کښې لوګے ښکاره شو نو خلق به پوهه شو چې نن د حضرت ابو اُمامه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کره ميلمانه راغلي دي (ګنې دوئي خو ټول روژې نيسي). ([2])
حضرت ابو اُمامه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عالِـمِ دِين هم وو، د هغوئي معمول وو چې خلق به يـې راجمع کول او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلې ښکلې خبرې به يـې ورته بيانولې، د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حُليه مبارکه به يـې بيانوله او د خلقو پۀ زړونو کښې به يـې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مينه زياتوله. ([3]) يو ډير ښکلے حديثِ