Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ځانګړے فضيلت دے! * بعضې کارونه وي پۀ کومو چې د جنّت زيرے ورکولے شي * بعضې هٰغه دي پۀ کومو کښې چې د دوزخ نه د ازادۍ زيرے ورکولے شي * بعضې هٰغه کارونه دي د کومو پۀ باره کښې چې فرمائيلے شي چې کوم بنده دا کار وکړي، هغه به پۀ پلِ صراط پۀ سلامتيا سره تير شي * پۀ بعضې کار باندې د قبر د عذاب نه د خلاصي زيرے وي خو قربان شم! د هٰغه کَس د خوش قِسمتۍ نه پۀ چا کښې چې دا 7 صفتونه وي، دا داسې اوچته مرتبه ده چې دۀ ته مالِکِ جنّت، قاسِمِ نعمت، محبوبِ رَبُّ العزّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه زيات خپل د رَشک قابل دوست وئيلے دے.

اللہ کا محبوب بنے جو تمھیں چاہے                                             اس کا تو بیاں ہی نہیں کچھ تم جسے چاہو([1])

غِبطَه څۀ ته وئيلے شي؟

علمائے کرامو د دې حديثِ پاک پۀ تشريح کښې ليکلي دي چې څوک د چا ډير خوښ وي، بنده د هغه د کاميابۍ خواهش لري، بيا د هغه څۀ لويه کاميابي نصيب شي، (مثلاً زمونږه مور زمونږ سره ډير زيات محبت کوي، زمونږ د کاميابۍ د پاره دعاګانې هم کوي، بيا زمونږه ډيره لويه کاميابي نصيب شي) نو څومره خوشحاله چې هٰغه وخت هغه محبت کوونکے وي، هٰغې خوشحالۍ ته غِبطَه وئيلے شي. ([2]) او خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِنَّ اَغْبَطَ اَوْلِیَائِی اوس به د دې مطلب دا جوړيږي چې يو دے: عام مسلمان. هغه هم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير خوښ دے، بيا دي نيکان مسلمانان، چې نيکۍ کوي، د ګناهونو نه ځان ساتي، د رسولِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رضا والا کارونه کوي، پۀ داسې نيکانو خلقو کښې هٰغه بنده کوم چې دا 7


 

 



[1]... ذوقِ نعت، صفحہ:206 ملتقطاً۔

[2]... رسائل ابن رجب حنبلی، شرح حدیث ان اغبط اولیائی، جلد:2، صفحہ:742۔