Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost
صفتونه اختيار کړي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغۀ د ښو اخلاقو او اعلیٰ کردار نه ډير خوشحاليږي هم او هغه يـې ډير زيات خوښ هم وي او داسې بنده خپل ډير زيات خوږ دوست هم ګرځوي. ([1])
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دوست فضيلت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! رسولِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ د ټولو آقا دے، د ټول اُمّت آقا دے بلکې د ټولو جهانونو آقا دے، مونږ ټول د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان يو، که رَسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چا ته خپل خوږ دوست اُووائي نو دا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير زيات کرم دے. اوس دلته دا کتل دي چې څوک حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل دوست وګرځوي د هغۀ به څۀ شان وي؟ علمائے کرام فرمائي: څوک چې رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل دوست جوړ کړي هغه الله پاک خپل وَلِي جوړ کړي([2]) او څوک چې الله پاک خپل وَلِي جوړ کړي، د هغۀ شان دا دے، [څنګه چې په قرآنِ کريم کښې] فرمائيلي دي:
اَلَاۤ اِنَّ اَوْلِیَآءَ اللّٰهِ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَۚۖ(۶۲) (پارہ:11، سورۂ یونس:62)
[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: واورئ! بيشکه د الله په اولياؤ به نه څه ويره وي او نه به هغوئي غمژن کيږي.
سُبْحٰنَ اللہ! دا د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دوست شان دے، څوک چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوست دے هغه د الله پاک هم خوښ دے او څوک چې د الله پاک خوښ وي، د هغۀ څۀ شان وي...؟ پۀ روايتونو کښې راغلي دي چې * څوک د الله وَلِي وي نو الله پاک د هغه خصوصي مدد فرمائي * څوک چې د الله پاک دوست وي نو الله