Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

  دلته وګورئ چې د صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څومره ښکلے تربيت وشو. د چيلۍ مخکښۍ ښپې دوه وي، دا خبره بالکل واضحه ده، دا رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته هم معلومه وه، صحابئ رسول ته هم معلومه وه خو رسولِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يـې تربيت ووفرمائيلو چې پۀ سترګو ليدونکي حقيقت پسې مۀ ځئ! زما پۀ فرمان باندې بنياد کيږدئ! کۀ نن تا زما فرمان پۀ پټو سترګو منلے وے نو ما به غوښتلے او تا به راکولے خو د چيلۍ ښپې به چرې هم ختمې شوے نه وې.

الله پاک دې مونږ ته داسې پوخ اِيمان، پوخ يقين راعطا کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

(2): کم مال او اسباب والا وي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خوږ آقا د خوږ دوست پۀ 7 صفتونو کښې دويم صفت دے: خَفِيفُ الْحَاذِ يعنې چې څوک کم سامان والا وي. دا هم ډير اهم صفت دے چې [د بنده] د دُنيا سامان کم وي ځکه چې که د دنيا سامان د حرامې ذريعې نه وي نو پۀ هغې باندې عذاب دے او که د حلالې ذريعې نه وي نو د هغې حساب دے. لہٰذا د دُنيا حِرص پۀ زړۀ کښې ساتل نه دي پکار.

جهان دے ستا د پاره، تۀ نۀ يـې د جهان د پاره

پۀ مخکښينو اسماني کتابونو کښې دي: الله پاک فرمائيلي دي: اے اِبنِ آدم! ما هر څۀ ستا د فائدې د پاره پيدا کړل او تۀ مې د ځان د پاره (يعنې د خپل عبادت د پاره) پيدا کړې. پس تۀ د خپل پيدا کيدو مقصد مۀ هيروه او څۀ چې ستا د پاره پيدا کړے شوي دي پۀ هغې پورې زړۀ مۀ تړه. ([1])


 

 



[1]... رسائل ابن رجب، شرح حدیث ان اغبط اولیائی، صفحہ:749۔