Book Name:Pyary Aaqa Ka Pyara Dost

بنادے مجھے نیک نیکوں کا صدقہ                                                  گناہوں سے ہر دم بچا یاالٰہی!

عبادت میں گزرے مری زندگانی                                              کرم ہو کرم یاخدا! یاالٰہی!([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

(5): چې پۀ تنهايۍ کښې هم د خپل رَبّ اطاعت کوونکے وي

    د خوږ آقا د خوږ دوست پۀ صفتونو کښې پينځم صفت دا دے چې وَأَطَاعَهُ فِي السِّرِّ يعنې چې پۀ تنهايۍ کښې هم د خپل رَبّ فرمانبردار وي.

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! که ووګورئ نو انسان د انسان نه ډير ويريږي، مثلاً د مور پلار يا استاذانو صاحبانو پۀ مخکښې د کنځلو کولو نه ويريږي خو افسوس چې د الله پاک نه لکه څنګه چې د هغه حق تعالٰی نه د ويريدو حق دے هغسې نه ويريږي، که څوک رُعب داره کَس مخامخ موجود وي نو د هغه نه دومره ويريږي چې اواز يـې د خُلې نه نه خيژي، د هغه سره پۀ عاجزئ د خبرو کولو او اوريدو کوشش کوي خو د دې احساس ډير کم وي چې الله پاک مو ويني، هم دا وجه ده چې پۀ تنهايۍ کښې د ګناهونو نه بچ کيدل ډير ګران شي.

کاش چې زمونږه د الله پاک نه ويريدل او د هغه نه حيا کول نصيب شي. پۀ روايتونو کښې دي چې يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو چې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما ته نصيحت وکړئ! رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: د الله پاک نه داسې حيا کوه لکه څنګه چې د خپل قوم د نيک کَس نه حيا کوې. ([2])


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:105۔

[2]... شُعَبُ الْاِیمان، باب الحیاء، جلد:6، صفحہ:146، حدیث:7738۔